دپاکستان آی،ایس،آي نه غواړی چی په افغانستان کی سوله راشی
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

افغان مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهبر محمود خان اڅکزي تیره اوونی په اسلام اباد کې د پاکستان د ټولو ګوندونو هغې غونډې ته چې د پاکستان د لومړي وزير په بلنه راغونډ شوي و د دې هېواد د پوځ او استخباراتو د مشرانو په وړاندې له ای ايس ای څخه وغوښتل چې په افغانستان کې مداخله ودروي او ورته یې وويل چې که د دې هېواد استخبارات (ای ايس ای) وغواړي په افغانستان کې په يوه مياشت کې دننه دننه امنيت راتلی شي ،دا غونډه له هغې وروسته راوبلل شوه چې امريکا په پاکستان په ښکاره ټکو تور ولګاوه چې استخبارات یې تروریزم د خپلو ګټو لپاره کاروي او د حقاني د ډلې سره چې په کابل کې د امريکا په سفارت او يو شمېر نورو بريدونو تورنه ده ملاتړ کوي. داسې ګونګوسې دي چې امريکا غواړي په وزيرستان کې د حقاني په پټنځايونو پخپله بریدونه وکړي ځکه چې ورته روښانه شوې ده چې پاکستان د حقاني شبکې ملاتړ کوي او نه غواړي چې له منځه یې یوسي،په غونډه کې د پاکستان د مسليم ليګ نواز ډلې مشر نواز شريف هم نيوکه وکړه او ویې ويل چې د دې معلومول په کار دي چې امريکا ولې په پاکستان دا ډول تورونه لګوي. نوموړي وويل چې په دالو کې څه تور شته په دې مانا چې هرومرو د استخباراتو او ترهګرو ډلو ترمنځ همکاري شته دی ،په دې غونډه کې د پاکستان له پنځوسو زياتو ګوندونو برخه اخيسته وه چې د پښتنو په استازيتوب په کې عوامي نيشنل ګوند چې په خيبر پښتونخوا ایالت حکومت کوي هم برخه اخيستې وه. عوامي نشنل ګوند په دې وروستۍ مساله کې د پاکستان د حکومت او پوځ دريځ غوره کړی دی او په داسې حال کې چې ډېری پاکستاني سياستوال د پآکستان او امريکا په اړيکو کې د تاوتريخوالي په اړه چوپ وو، دوی د پوځ د دريځ ملاتړ غوره کړ او په دې اړه یې د خيبر پښتونخوا له صوبايي اسامبلې څخه يو قراداد هم صادر کړ چې په کې د امريکا د دريځ غندنه شوې وه ،پښتنوخوا ملي عوامي ګوند تل په افغانستان کې د پاکستان مداخلې غندلي دي او د پاکستان له پوځه یې په دوامداره توګه غوښتي چې په افغانستان کې مداخلې ودروي. د دې ګوند ډېر شمېر غړو په فيس بوک په خپلو پاڼو د ګوند د اخريني دريځ او محمود خان اڅکزي د ويناو هر کلی کړی دی او ويلي یې دي چې د محمود خان د دې وینا سره همغږي دي چې :که د پاکستان آيي ایس آيي په افغانستان کې لاس وهنه بنده کړي زه ضمانت ورکوم چې په یوه میاشت کې دننه به افغانستان ته سوله او امن بیرته راستون شی ،په لندن کې د دې ګوند فعال غړی فايق خان يوسفزی وايي چې :که د آل پارټيز کانفرنس اعلامیه که داسې وای چې پنجاب به خپله بدماشي پریږدي او په نورو هیوادونو کې به لاس وهنه فورا بندوي، د نړﺉ ټول ترهګر به په يوه هفته کې د پښتنو سیمو نه ووځي او ځايي ترهګر به خپلې وسلې حکومت ته سپاري او د ترهګرۍ نه به توبه وباسی، دا کانفرنس پریکړه کوي چې افغانستان به د يو خپل واک او ازاد هېواد په توګه پيژني او که افغانستان هر چا سره دوستي کوي پنجاب به شيطاني نه کوي، د پاکستان په خارجه او داخله تګلاره/پالیسۍ جوړولو کې به له پښتنو، بلوچو، سندهیانو ، سراییکیانو څخه هم پوښتنه کیږي، د پنجاب فوج به په خارجه اد داخله پالیسۍ کې هيڅ رول نه لری او نه به په سیاست کې ګوتې وهي)) نو د دې غونډې پرېکړه به ورته د منلو وړوی،دنوموړی مطلب داګلیسی متن په لاندی ډول دی چی دښاغلی محمود خان له لوری ورسنیو ته وړاندی شوی دی.

If ISI Wants, Peace Can Be Maintained In Only One Month In Afghanistan: Achakzai

Saturday, October 01, 2011 Kabul (BIA) Mahmud Khan Achakzai, leader of Pashtoonkhua League for National People Party has said if ISI of Pakistan wanted, security would be maintained in Afghanistan in one month.

Mahmud Khan Achakzai, leader of Pashtoonkhua League for National People Party has said if ISI of Pakistan wanted, security would be maintained in Afghanistan in one month. Pakistan Prime Minister Yousif Raza Gilani invited all political leaders to take part in a national conference on Thursday to assert their points of view and suggestions related to Pakistan security issues following recent statements of US officials claiming that ISI of Pakistan is supporting Taliban and Haqqani network. The session was held in Islamabad without participation of political leaders of Balunch. The conference was attended by General Ishfaq Kayani, Pakistan’s general chief of staff and Shuja Pacha, head of ISI to answer questions of the participants. Two important speakers in the conference Nawaz Sharif, head of Muslim League and Mahmoud Khan Achakzai, head of national Awami party for Pashtoonkhua criticized on ISI and Pakistan army for their act in Afghanistan. In a reply to statements of head for ISI, Nawaz Sharif said recent accusations of international community and US related to ISI’s support from Taliban are not without reasons, adding wherever it is smoke, there is certainly fire and there is spot in our heart. He asked for more clarifications from head of ISI related to its role in support of Haqqani network. He says

there has to be come thing for which US is putting pressure on Pakistan

ولسمشر حامد کرزي نن شپه ( د تلې ١١مه ) له ملي راډيو ټلوېزيون څخه په خپله اونيزه وينا کې وويل، چې د سياسي مشرانو او دولتي چارواکو پرله پسې ترور دا راښيي، چې د سولې غږ تراوسه مثبت ځواب نه دى موندلى، ولسمشر کرزی له طالبانو سره دسوله بی معنا وبلله او ویلی دی چی ددوی جواب ترور او وژنه وه اوده ،هغه زياته کړه: (( يو جانبه سوله غوښتنه، سوله نه راولي، سوله له هغه مقابل لوري سره معنا او مفهوم لري، چې پر سوله باور ولري، له همدې امله د افغانستان دولت مسؤليت لري، چې د افغانستان د استقلال او سولې له دښمنانو سره قاطع مبارزه وكړي ،ولسمشر کرزي په خپله وينا کې وويل، چې ده له پاکستان سره هر وخت د يو ورور ګاونډي په څېر چلند کړى، خو پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې دوه ګونى سياست پر مخ بيولى ،هغه وملت دخطاب تر نامه لاندی په خپلو ځرګندونو کی ویلی دی چی پاکستان حکومت په افغانستان کی دسولی په راوستو کی هيځ مرسته نه دی کړی ،نوموړي د سولې پروسې په اړه وويل، چې سوله د افغان ملت هيله ده او په دې برخه کې به موږ خپلې هڅې دوامداره وساتو، خو دا بايد تعريف شي، چې له چا سره سوله وکړو ،ولسمشر زياته : موږ په واقعيت کې له دولتونو سره يو اړخ يو، نه په هغوى پورې د تړلو ځواکونو سره، له همدې امله موږ بايد د اصلي اړخ او د واک څښتن سره خبرې اترې وکړو او يو اړخ شو. پای

 

 


October 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات